ټولنه

يو شمېرښځو د غور له والۍ سره خپل ملاتړڅرګندکړ

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٧
د غور لايت يوشمېر ښځو او اوسيدونکو په فيروزکوه ښارکې د يوې غونډې په ترڅ پکې د غور له والۍ سيما جوينده سره خپل ملاتړ څرګند کړ .
د فيروزکوه له ښارڅخه د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: دغه غونډه د غور ولايت په مرکز فيروزکوه ښارکې د ميرمن جوينده په ملاتړ جوړه شوه .
د غونډې برخه والو د غور په ولايتي شورا له ښځې سره د دښمنۍ او د ښځو د ودې د مخنيوي تور ولګاوه.
د غونډې يوې برخه والې وويل: هغه څوک نه غواړو چې لاسونه يې د خلکو په وينه ککړ دي او د خلکو کورونه يې لوټ کړي دي او د خلکو زامن وژلي وي؛ موږ همدغه والي غواړو او د هغې ملاتړ کوو.
دا په داسې حال ده چې له دې سره جوخت د ولايتي شورا د غړو، د عالمانو د شورا، د ښار د شورا، د مدني ټولنو د غړو او د بېلابېلو قومونو د مشرانو په ګډون د فيروز کوه په لسګونو تنو اوسيدونکي د مظاهرو په کولو سره د غور د والۍ د ګوښه کولو غوښتنه کړې وه .
دوى د غور په والۍ سيما جوينده د بې کفايتى او د ولايتي چارو په پرمخ بيولوکې د کمزوري تورولګاوه او د هغې د ګوښه کولو غوښتنه يې وکړه.
د غور والۍ وايي چې د دې مخالفو زبرځواکو د دې پرخلاف مظاهرې وکړې .
جوينده د ملي وحدت له حکومت څخه وغوښتل چې د حقيقت د روښانه کيدو په خاطر يو هيئت وټاکي چې موضع حل شي.
ميرمن جوينده په افغانستان کې يوه له دوو ښځينه واليانو څخه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته