يو شمېررسنيز شکايتونه او سرغړونې وڅېړل شوې
کابل/ دغبرګولي ٣/ باختر
د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسيون غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهيرپه مشرۍ جوړه شوه.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې يو شمېر رسنيز شکايتونه او سرغړوني چې دولتي او خصوصي بنسټونو کمېسيون ته لېږلې وې، وڅېړل شوې. د کمېسيون غړو د شکايتونو او سرغړونو له څېړلو وروسته د قانون په رڼا کې او د کمېسيون له صلاحيتونو سره سم لازمې پريکړې وکړې.
دغه راز د شکايتونو او سرغړونو په يو شمېر قضيو کې، د قضيو لوريو هم د کمېسيون په غونډه کې ګډون وکړ او خپل اسناد، دلايل او سندونه يې وړاندې کړل
چې د کمېسيون غړو د ذکر شويو قضيو په اړه هم د وړاندې شويو سندونواو مدارکو په پام کې نيولو سره سپارښتنې او لازمي پريکړې وکړې.
په همدې ترتيب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کمېسيون د کاري بهير پر ګړندي کولو او د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو په اړه د لازياتو څېړنو او دقت پر اړتيا ټينګار وکړ.
پاى \ ذ