کابل باختر د تلي څوارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي نن د يو شمير لوړ رتبه دولتي مقاماتو استعفا ومنله.
دباختراژانس دخبر له مخې : دهيواد جمهور رييس نن دجمهوري رياست د ستر وزير هدايت امين ارسلا ، دباميانو دوالۍ ډاکترې حبيبې سرابي ، دکانونو دوزير وحيدالله شهراني ، د سوداګرۍ او صنايعو دوزير انورالحق احدي ، د اداري فساد پرخلاف دمبارزې دعالي ادارې د رييس عزيز الله لودين او په قومي چارو کې دجمهوري رياست دسلاکار محمد هاشم زارع استعفا ليکونه منظور کړل .
دغه راز دهيواد جمهور رييس په تيرو ورځو کې هم په دفاعي او دملي اردو داصلاحاتو په چاروکې دجمهوري رياست دستر سلاکار عبدالرحيم وردک ، جنرال دوستم ، دننګرهار والي ګل اغا شيرزي ، په عدلي او حقوقي چارو کې دمشورتي بورد درييس سروردانش او دبهرنيو چارو دوزير ډاکتر زلمي رسول استعفا ليکونه منظور کړي و .
2 1 دقیقه لوستل