امنیت

يو سړى په هرات ولايت کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو .

کابل باختر دوري شلمه :
يوسړى په هرات  ولايت کې  دپوليسو  له خوا دنشه يي توکو دقاچاقوپه تور ونيول شو .
دغه سړى پرون داپين ډوله  څه دپاسه  اتلسو کيلوګرامو نشه يي توکو دليږدونې په وخت کې دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دمديريت دکارکوونکو له خوا دګذرې ولسوالۍ دمير داود په دروازه کې ونيول شو .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې نيول شوي سړي دغه توکي په مهارت سره د لاس او مخ دکريمو په قوطيو کې ځاى پرځاى کړي وو .    ختم _ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته