امنیت

يو سړى په تخار کې په دريو صرافانو دپروني بريد په تور ونيول شو .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر
په تخار کې په دريو صرافانو دپرونيو ډزو په تور يوسړى ونيول شو .
په دې بريد کې چې پرون دتالقانو ښار په يوه ګڼ مېشت ځاى کې وشو.
درې واړه صرافان ټپيان شول .
يرغلګر ددغو دريو صرافانودپيسو په لوټولو کې ناکام پاتې شول او وتښتېدل
دغه پېښه دتخار امنيې قوماندانۍ ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې صرافانو له ميوند بانک څخه خپلې پيسې  ايستلې وې .
دتخار دپوليسو  يوه مقام باختراژانس ته وويل چې له يرغلګرو څخه يويې نيول شوى دى . هغه وويل چې دنورو يرغلګرو  دپېژندنې او نيونې لپاره پلټنې  اوهڅې پيل شوي دي .
دتخار  دپوليسو څېړنې ښيي چې يرغلګر په تالقانو کې له حرفوي  شوکمارانو اوغلو څخه دي .   ختم (_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته