يو سړى په تخار کې د خپلې ميرمنې د وژنې په شک ونيول شو

کابل / د غبرګولي١١ مه / باختر
د تخار پوليسو يو سړى په دغه ولايت کې د خپلې ميرمنې د وژنې په شک ونيوه.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند باخترآژانس ته وويل: د تخار د امنيتي قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبانو دغه سړى د خپلې ميرمنې د وژنې په شک د تالقانو ښار له مربوطاتو څخه ونيوه.
هغه زياته کړه دغه ښځه په خپل کور کې وژله شوې او د دغې وژنې علت کورنى تاوتريخوالي بلل شوى دى.
هغه زياته کړه پېښه د امنيتي بنسټونو تر څيړنې لاندې ده.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته