يو سړى پنجشيرکې له لسګونو کيلو ګرامه نشه يي توکو سره ونيول شو
کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر
د پنجشيرپوليسو يو سړى په دغه ولايت کې له ٥٥ کيلو ګرامه چرسو سره ونيو.
د پنجشير د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول باخترآژانس ته وويل؛ د دغه ولايت د لومړۍ برخې ولسوالۍ امنيتي منسوبانو يو سړى له ٥٥ کيلو ګرامه چرسو سره د دغه ولايت د دو آب ساحې د پلټنې په پوسته کې ونيو.
خبرځاى زياته کړه له نيول شوي سړي څخه ٥٥ کيلوګرامه چرس او کرولا موټر ترلاسه شول.
پاى \ ذ