امنیت

يو سړى ووژل شو او ميرمن يې په تبر سره ټپي شوه.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٢٥
دهرات ولايت يو اوسيدونکى نن يو سړى په ډزو سره وواژه او خپله ميرمن يې په تبر سره ټپي کړه.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالروف احمدي ددغه خبر په تاييدولو سره دباختر خبري آژانس ته وويل:- ددغې ښځې ميړه چې ګومان يې کاوه دغه سړى د دې له ميرمنې سره نا مشروع اړيکې لرې په ډزو سره وواژه  او خپله ښځه يې په تبر سره ټپي کړه. احمدي زياته کړه چې ښځه زياته ټپي شوې ده.
او تر درملنې لاندې ده . او ميړه يې له ساحې څخه تښتيدلى دى او پوليسو د ده دنيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته