امنیت

يو سړى له دوه سوه شپږ اتيا کيلوګرامو اپينو سره ونيول شو

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
په بغلان ولايت کې نن يو سړي له دوه سوه شپږ اتياکيلوګرامو اپينو سره د پوليسو له خوا ونيول شو.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد بشارت باخترآژانس ته وويل: يو سړى چې غوښتل يې دوه سوه شپږ اتياکيلوګرامه اپين دمرکزي بغلان له ولسوالۍ  څخه کابل ته راوليږدوي؛ د شمرق د ساحې کنترولي پوستې ته څيرمه دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې د پوليسو له خوا ونيول شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل: ترلاسه شوي اپين له موټر او له هغه سړي سره چې د قضيې په تور نيول شوى دى؛ د بغلان ولايت امنيه قوماندانۍ ته ليږدول شوي او قضيه د پوليسو له خوا څيړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته