امنیت

يو سړى د وژنې په تور ونيول شو

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
هغه سړى چې په سمنګانو ولايت کې د يو شل کلن ځوان د وژنې تور پرې لګول شوى  دى؛ نن دپوليسو دځواکونو له خوا ونيول شو.
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال مسجدي باخترآژانس ته وويل: د سمنګانو ولايت د ايبکو ښار د قوچ نهال دکلي اوسيدونکى محمدخان چې يو خپلوان يې دوه ورځې مخکې په ناوړه توګه وژلى و او سريې له بدن څخه جلا کړى و؛ د پوليسو دځواکونو له خوا ونيول شو .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې نيول شوى سړى په لومړنيو تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته