کابل باختر د تلي شپاړسمه :
يوملکي وګړى او يوسيمه ييز پوليس دغوراوغزني په ولايتونوکې په دوو جلا جلا پيښو کې شهيدان شول .
دباخترآژانس دخبر له مخې : په غزني ولايت کې يوملکي وګړى هغه وخت شهيد شو چې په يوبايسکل کې اى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي دسنايي غزني آرامګاه ته څيرمه وچاوديدل .
دغه راز يو سيمه ئيز پوليس په غور ولايت کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا شهيد شو .
دغه راز دغور د تولک ولسوالۍ پوليسو يو توغندى چې دښمن توغولو ته چمتو کړي وکشف اوشنډ کړ .
0 د یوې دقیقې څخه لږ