امنیت

يو سلو درې تنه بنديان د بغلان له جيل څخه آزاد شول

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
يو سلو درې تنه بنديان نن د بغلان له جيل څخه آزاد شول.
دغه بنديان د افغانستان د جمهور رييس د هغه فرمان له مخې چې په هيوادکې د اسلامي انقلاب د برياليتوب د دوه ويشتمې کاليزې په مناسب صادر شوى و؛ له جيل څخه آزاد شول.
د پلخمري د جيل يو تن چارواکي سمونوال محمد يوسف دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې دوه تنه ښځې هم پکې شته؛ په دوو پړاونوکې له جيل څخه آزاد شول.
ده څرګنده کړه: ددغه فرمان له مخې د يوسلو ديرشو تنو نورو بنديانو د بند په پاى موده کې هم تخفيف راغلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته