يو سلو اتيا تنه د لنډغرى په تور ونيول شول

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٣١ :
د کابل د١٠١ آسمايي زون د قوماندانۍ يو مقام وايي چې يو سلو اتيا تنه يې د کابل ښار په بېلابېلو ساحوکې د لنډغرى په تور نيولي دي.
دکابل د١٠١ آسمايي زون د قوماندانۍ د  جنا يي جرمونو د تحقيقاتو رييس جنرال محمد ظاهر د باختر آژانس خبريال ته وويل: د تيرې يوې اوونۍ په بهيرکې يې يوسلواتياتنه دکابل ښار په بېلا بېلو نا حيوکې د لنډغرى او د ښاريانود ځورونې او ټولنيزو مزاحمتونو په تور راټول کړي دي.
د جنرال ظاهر دڅرګندونو له مخې: زياتره دغه کسان دنجونو ښوونځيوته په نږدې ساحوکې نيول شوي دي.
ده ټينګار وکړ چې دغه کسان د يو شمير کابل ښاريانو او د ښوونځيو د مسوولينو دشکايتو نو له مخې نيول شوي دي.
دغه کسان له دقيقې او هراړ خيزې څيړنې او د دوى د مشرانو او د ګذر د وکيلانو د ليکلې ژمنې له اخيستلو وروسته آزاديږي؛ خو کابل ښاريان د پوليسو دغه اقدام ستايي او وايي چې ددغه شان کسانو نيول او راټولول د هيواد والو مصئوونيت پياوړي کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته