کابل – باختر د کب دمياشتې ١٤
په فارياب ولايت کې يو پوليس له طالبانو سره په جګړه کې شهيد شو.
د فارياب ولايت د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ملي پوليسو ساتنمن علي محمد پرون د دغې ولسوالۍ د شهسوارو په پوسته له وسله ال طالبانو سره په جګړه کې شهيد او يو ملګرى يې ټپي شو.
د يوبل خبرله مخې:
د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په مربوطاتوکې د استوګنې په يوه کور د يوه توغندي د لګيدو له امله يوه مور او يوه لور ټپيانې شوې.
دغه راز په يوې بلې پيښه کې د وګړني پاڅون د ځواکونو يو سرګروپ غلام حيدر هم ددغې ولسوالۍ د ينګي قلعه په سيمه کې د خپل ساتوونکي له خوا ووژل شو.
معصومي زياته کړه: دغه وژنه د کورنيو شخړو له امله شوې ده.
0 1 دقیقه لوستل