يو زرو نهه سوه کورنۍ د ملي پيوستون له پروژو څخه برخمن شول

کابل باختر د لړم دولسمه :
په بغلان ولايت کې نن لس ټول ګټې پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست دملي پيوستون دپروګرامونو مسوول عبدالحسيب سيدخيلي باخترآژانس ته وويل: په دغو پروژوکې د اوبو د بريښنا بند د استنادي ديوال او د اوبو رسولو د شبکو جوړول شامل دي چې دجلګۍ په ولسوالۍ دخلکو په سلوکې دلسو په ونډې سره ګټې اخستنې ته سپارل شوې دي .
سيدخيلي زياته کړه: ددغو پروژوپه بشپړيدو سره څه دپاسه يو زرونهه سوه کليوالي کورنيو ته لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي .