کابلباختردميزان٣
يو زروشپږ سوه تنوزده کوونکو چې د زده کړې يوه دوره يې دحضرت محمد (ص) دعالي تعليماتو په انستيتوت کې بشپړکړي ده نن يې دفراغت سندونه ترلاسه کړل
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخي : په هغې غونډه کې چې د ځوانانو دچارو دمعينيت له خوا دحضرت محمد(ص) دعالي تعليماتو دانستيتوت په همکارۍ دملي راډيوټلويزيون په تالارکې جوړه شوې وه په يو زرو شپږ سوه تنو زده کوونکو چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت اودحضرت محمد(ص) دعالي تعليماتو دانستيتوت ترمنځ د تفاهم ليک له مخي ، دانجنيري داقتصادي ظرفيت د ودي دنطاقۍ ،کمره او کمپيوترساينس په څانګو کې يې دظرفيت دلوړولو شپږ مياشتنۍ دوره پاى ته رسولي ده دفراغت سندونه وويشل شول .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانود چارو معين تيمورشاه اسحق زي دفارغانو دتصديق ليکونود ويشلوپه وخت کې وويل ، دځوانانودچارو معينيت تل هلې ځلې کوي چې دمشخصو پروګرامونو په جوړولو سره د ځوانانو ستونزې حل کړي .
ده دغه رازځوانان دکورنۍ اوټولنې په وړاندې دخپلو مسووليتونو اداکولوته ځير کړل او زياته يې کړه : ځوانان کولاى شي له فسادسره د مبارزې، دسولې دټينګښت او سوکاله ټولنې دجوړولو په لاره کې ارزښتناک رول ولري او دجمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتوکې په ګډون سره دخپل نظروړ کانديد ته درايې په ورکولو سره دهيواد په وړاندې خپل مکلفيت ترسره کړي .
دغه راز په دې غونډه کې يو شميرزده کوونکو خپلې تحقيقي مقالې ولوستلې .
دغونډې په پاى کې هغه ستاين ليکونه چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت اودحضرت محمد(ص) د عالي تعليماتودمسوولينو له خوا برابر شوي وو په فارغانو وويشل شول .
دځوانانو دچارو معينيت ځوانانو ته دتحصيلي زمينو د برابرولو په مقصد دروان کال له پيل څخه بريالي شوي دي پنځه ديرش زره تنه ځوانان د زده کړې په مقصد دخصوصي لوړوزده کړو مرکزونو ته معرفي کړي .
1 1 دقیقه لوستل