يو روسي شرکت په کابل کې دکور جوړولو فابريکه جوړوي

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٣ :
په داسې حال کې چې په افغانستان کې دکور ستونزه يوه جدي ستونزه بلل کيږي، دښارجوړولو دچارو وزارت وايي چې دکور جوړولو ددغې نوې فابريکې په جوړيدوسره به دخلکو ستونزې تريوې اندازې پورې کمښت موموي.
دباختراژانس دخبرله مخې: دښار جوړولو د چارو وزارت نن دکور جوړولو د يوې نوې فابريکې د جوړولو په مقصد له يو روسي شرکت سره موافقه ليک لاسليک کړ.
ددغه موافقه ليک له مخې: د روسيې د اندستروي شرکت د ښارجوړولو دچارو په وزارت پورې اړوند دکور جوړولو له تصدي سره په ګډې پانګونې سره په خواجه رواش کې د کور جوړولو په پخواني فابريکه کې دکور جوړولو يوه نوې فابريکه  جوړوي .
ددغې فابريکې د جوړولو لګښت پنځوس مليونه امريکايي ډالره اټکل شوې دي  چې په نيمايي ډول  د شريکانوله خوا  ورکول کيږي .
دښار جوړولو دچارو وزير ډاکتر حسن عبد اللهي ددغې پروژې دقرارداد  د لاسليک کولو په وخت کې  وويل: د دغې فابريکې په جوړيدوسره په پايتخت کې   دکورونو دکمښت له پلوه دخلکو ستونزې  تريوي اندازې  پورې حل شي او دکورونو بيه به کمښت ومومي .
د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال  چې دقرارداد دلاسليک کولو په وخت کې حاضر و، د افغانستان او روسيې اړيکې تاريخي وبللې او ويې ويل چې روسيې کلونه کلونه  په افغانستان کې  دکورونو اوبنسټونو  په جوړولو کې  زياتې همکاري کړې دي. ده په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د روسيې د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته