امنیت

يو د پاسه سل تنه بنديان آزاد شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
يو دپاسه سل تنه بنديان نن د موظف کميسيون د هيئت له څيړنې وروسته د څرخي پله له جيل څخه آزاد کړاى شول .
دسترې محکمې د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه بنديان د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست له هغه فرمان سره سم چې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) دنيکمرغه ميلاد په مناسبت صادر شوى و؛ له بند او حجز څخه آزاد شول چې په هغوکې اته ښځې، اتلس تنه محجوزين او نارينه شامل دي.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې:  په هغو مراسموکې چې له همدې امله د څرخي پله  په مرکزي جيل کې پرځاى شوي و؛ يو تن  آزاد شوي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې  او  ويې ويل  چې د دولت  له اسلامي او انساني عواطفو  څخه مننه کوم اوله دې امله چې له خپلې کورنۍ سره يو ځاى کيږو. له دې  وروسته به هلې ځلې وکړو چې د ټولنې د سالمو افرادو په توګه خپلو خلکو ته د خدمت جوګه شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته