کابل باختر دغويي دمياشتې ١٢ نيټه
يوه ښځه آو يو سړى تېره شپه د سمنګانو لايت په ايبکوښارکې د ناپيژاندو وسله والو کسانوله خوا د نامعلوم دليل له امله ووژل شول.
د سمنګانو ولايت د مطبوعاتو مسوول محمدصديق عزيزي باخترآژانس ته وويل چې؛ يو ديني عالم قاري ذبيح الله د خپل خسر دکورنۍ له يوې ميرمنې سره د خپل خسر په کور کې په ډزو سره ووژل شو اويوتن بل ټپي شو.
عزيزي زياته کړه؛ د دغې وژنې علت روښانه نه دى خو پوليسو يې په اړه تحقيقات پيل کړي دي .
تېره اوونۍ هم يوه ښځه او نارينه د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې د نامشروع اړيکو د لرلو په تور د دغې ښځې د لېوره له خوا ووژل شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ