امنیت

يو ديرش کيلوګرامه چرس ضبط شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
د پروان ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا نن ٣١ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سليم نوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه توکي چې ٣١ کيلوګرامه چرس دى؛ کله چې د يو موټر په واسطه له بغلان ولايت څخه کابل ته ليږدول کيدل؛ د پوليسو له خوا کشف او ضبط شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د قضيې په اړوند د موټر چلوونکى نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته