امنیت

يو ديرش ماينونه کشف او شنډ شول

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٧
دملي پوليسو منسوبين پرون د يو ديرشو ماينونو په کشف او شنډولو بريالي شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه ماينونه نوى د وسله والومخالفينو او دتروريستي ډلو له خوا د قندهار او ميدان وردګو د ولايتونو په مربوطاتو کې ښخ کړى شوي و چې د امنيتي منسوبينو له خوا د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې کشف او شنډ کړى شول او د خونړيو تروريستي پيښو مخه ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته