امنیت

يو ديرش تنه وسله وال طالبان دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول

کابل – باختر دکب دمياشتې اتلسمه
دملي دفاع وزارت يوه خبرځاى وايي: پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د امنيتي ځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: دملي اردو او پوليسو ځواکونو دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو د له منځه وړلو په خاطرګد چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
ديوبل خبرله مخې: دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې دعقاب= ١٦٠په نامه د ملي اردو دځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
په دغوعملياتوکې درې کلاشينکوفونه، يو بم غورځوونکى او نورجنګي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته