يو ديرش تنه بنديان آزاد شول
کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
دهلمند اونيمروز د ولايتونو يو ديرش تنه اوسيدونکي دبګرام له جيل څخه آزاد شول .
دغه کسان چې ديرش تنه يې د هلمند له ولايت څخه او يو تن يې دنيمروز له ولايت څخه دى؛ نن په هلمند ولايت کې کورنيو ته يې وسپارل شول .
دهلمند د والي ويندوى احمد زيرک باختر اژانس ته وويل: د هغو نوروکسانو دخلاصون لپاره چې په جيل کې شپې سبا کوي؛ د سولې د ولايتي کميټې له خوا هلې ځلې دوام لري .
دغه راز په خوشې شويو کسانو يوه اندازه نغدي مرسته هم وويشل شوه .