کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩
د شايق قاسمي په نامه په پروان ولايت کې يو آزاد خبريال د پروان ولايت د پاسپورت مديريت د سرتيرو له خوا ووهل شو او وډبول شو .
د راهدان د خپرونې مسوول مدير او په پروان ولايت کې آزاد خبريال شايق قاسمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د تلې د مياشتې په ٢٨ نيټه مې د پاسپورت د ترلاسه کولو په مقصد د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ دپاسپورت ادارې ته مراجعه وکړه چې د پاسپورت د مدير دفتر ته د ننوتلو په وخت کې د امنيتي سرتيري له ناوړه چلند سره مخامخ شوم چې يوه سرتيري او يو ساتنمن ووهلم او وډبولم؛ سپکاوى يې وکړ او له دفتر څخه يې وويستلم.
خو د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د پاسپورت مدير څارمن عبدالودود وايي: د پاسپورت د مراجعينو ګڼه ګوڼه له اندزې زياته وه او زه په کار بوخت وم چې زموږ امنيتي سرتيري له دغه خبريال سره زما دفتر ته ننوتل او ويې ويل: له دې امله چې دغه خبريال ته مې ستاسو دفتر ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه؛ ده غوښتل په زور سره دفتر ته ننوځي او زما پرمخ يې د څپړى ګوزار وکړ؛ ما دغه سرتيرى او خبريال امنيې قوماندانۍ ته معرفي کړل چې موضوع وڅيړل شي.
د خبريال شايق قاسمي دغه ادعا چې ګنې وهل شوى او ډبول شوى؛ په کلکه رديږي.
و مو غوښتل په دې باب چې ولې له خبريالانو او نورو عادي وګړو سره چې د پاسپورت مديريت ته مراجعه کوي؛ دپوليسو له خوا ناوړه چلند کيږي؟ له امنيه قوماندان سره اړيکې ونيسو؛ خو له پرله پسې هلوځلو سره بريالي نه شو.
په همدې حال کې د پروان د مدني ټولنې د مرکز په بوردکې د رسنيو استازى محمد صابر وايي: په پروان ولايت کې رسانه يي کار ډير سخت دى او سربېره پر دې چې د خبريالانو درناوى نه کيږي؛ په ځينو حالاتوکې وهل کيږي او ډبول کيږي او سپکاوى ورته کيږي.
پخواهم يو شمېر خبريالان وهل شوي او ډبول شوي دي او بايد د چارو مسوولين په دې باب ځواب ووايي.
0 1 دقیقه لوستل