امنیت

يو جهادي قوماندان په غزني کې شهيد کړاى شو

کابل / د چنګاښ ۲۴ مه / باختر
د غزني سيمه ييزو مسوولينو په دغه ولايت کې د يو جهادي شخصيت د شهادت خبر ورکړ.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده باختر آژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو کسانو پرون د غزني ښار په ده خدايداد سيمه کې د آيوب خان په نامه يو قومي مشر         او يو پخوانى جهادي قوماندان شهيد کړ.
هغه زياته کړه چې د وژنې عاملين په تېښتې بريالي شوي دي او هغوى د پېژندنې او نيولو په خاطر د پوليسو هلې ځلې پيل شوې دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته