کابل باختر د چنګاښ لسمه :
يو جهادي قوماندان تيره شپه دسمنګانو په ولايت کې شهيد کړى شو .
دسمنګانو ولايت دخرم سارباغ ولسوال قاري عباد الله مجاهد باختراژانس ته وويل چې دخرم سارباغ ولسوالۍ دخواجه قشقار دکلي اوسيدونکى عبدالغفور چې پخوا دافغانستان دحرکت اسلامي ګوند جهادي قوماندان و په ډزو سره شهيد کړى شو .
ده وويل چې وسله والو طالبانو دعبدالغفور په کور بريد وکړ او هغه يې شهيد کړ .
ولسوال زياته کړه کابو شپږ مياشتې مخکې هم يوشمير وسله والو کسانو دشپې له خوا ددغه جهادي قوماندان په کور بريد کړى و چې له امله يې ددغه قوماندان يو دولس کلن زوى ، خسر او مور وژل شوي و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ