کابل باختر دثور دويمه
پرون په هلمند ولايت کې دملي امنيت دمنسوبينو له خوا يو تن ددولس کلن ماشوم د تښتولو په تور ونيول شو .
په هلمند ولايت کې يوه اړونده خبرځاى باختر اژانس ته وويل چې امنيتي منسوبينو دلښکرګاه په بولان سيمه کې د تشتوونکو ديوې ډلې يو مشر عبدالهادي ونيوه .
دماشوم خپلوانو دغه ماشوم چې دلښکرګاه ښار په څلورم ټولګي کې زده کړه کوى پرون دکجکي له ولسوالۍ څخه وليږداوه اوملي امنيت ته يي وسپاره .
دملي امنيت مسوولين وايي چې له نيول شويو سړي څيړنې دوام لري تر څو دده نور همکاران هم ونيول شي .
ديادونې وړ ده چې ازاد شوي ماشوم کورنې ته يې وسپارل شو .