– کابل / د وری۲۰ مه / باختر
په قندهار ښار کې د ريکشا يوچلوونکى په چاودنه کې ووژل شو.
دغه چاودنه تېره شپه يو پوځي قرارګاه ته څېرمه وشوه .
د قندهار د پوليسو د امنيت آمر غورځنګ افريدى باختراژانس ته وويل چې دغه ريکشا له چاوديدونکو توکو ډک و او هدف ته له رسېدو مخکې وچاودېد.
هغه په طالبانو په يوه پوځي قرارګاه د يرغل تور ولګاوه .
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم- ج – ا
4 د یوې دقیقې څخه لږ