امنیت

يو تن په روزګان ولايت کې له نشه يي توکو سره ونيول شو.

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٧
په روزګان ولايت يو تن له نشه يي توکو سره ونيول شوه .
دغه سړى پرون ناوخته هغه وخت چې غوښتل يې نږدې دوه سوه کيلوګرامه چرس قندهار ته وليږدوى دلويې لارې په اوږدوکې د روزګان دپوليسو له خوا ونيول شو .
د روزګان ولايت امنيه قوماندان جنرال غلام سخى روغ ليونى دباختر آژانس خبريال ته وويل له دغه سړى څخه دوه سوه کيلوګرامه چرس ترلاسه شوى دى .
ده وويل نيول شوى سړى دغه نشه يي توکى په ماهرانه ډول په يو باروړونکى موټر کې ځاى پرځاى کړى و او غوښتل يې هغه دقندهار ولايت ته وليږدوي .
جنرال روغ ليونى وايي دوروستيو دوو مياشتو په بهير کې داڅلورم ځل دى چې دوى د روزګان – قندهار په لويه لاره کې دنشه يي توکو په کشفولو بريالى کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته