کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
په بغلان ولايت کې د وژنې په جرم يو تورن په يوه علني محکمه کې نن په شل کاله تنفيذي بند محکوم شو.
د بغلان ولايت د استيناف محکمې رئيس قانونپوه مولوي محمدحسن صديقي باختر آژانس ته وويل: د دهنه غوري ولسوالۍ اوسيدونکى قدرت الله د محمود زوى چې په وژنې تورن دى؛ په يوه علني قضايي محکمه کې په شل کاله تنفيذي بند محکوم شو.
د ده دڅرګندونوله مخې: سږکال اته سوه دوسيې په دغې ادارې کې تر دوران لاندې وې چې اووه سوه دوسيې يې څيړل شوې او پاتې نور يې تر دوران لاندې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ