امنیت

يو تن له يوې زياتې اندازې نشه يي توکوسره په ننګرهار کې ونيول شو

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
يوتن له يوې زياتې اندازې نشه يي توکوسره په  ننګرهار  ولايت کې ونيول شو
دغه سړى نن سهار کله يې چې غوښتل په لسګونو کيلوګرامه چرس نامعلوم ځاى  ته وليږدوي، د بهسودو ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ونيول شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې نيول شوي سړي ۶۹ بستې چرس په يوه موټر کې په ماهر انه ډول ځاى پرځاى کړي و.
نيول شوي سړي په خپلو لومړنيو تحقيقاتوکې د هېواد په ختيځ کې د نشه يي توکو د قاچاقو  په لسګونو مواردو اعتراف کړى دى.
پاى  ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته