بغلان/ باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
يو تن د وژنې په جرم د بغلان ولايت د استيناف محکمې له خوا په اعدام محکوم شو.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
دبغلان ولايت د استيناف محکمې د رئيس محمدحسن صديقي په مشرۍ په علني قضايي غونډه کې چې د موظف څارنموال، د مجرم د مدافع د وکيل او د قضيې د اړوندو لورو په ګډون جوړه شوې وه، په هارون مشهور مايل احمد چې شپږ مياشتې مخکې يې شيرمحمد همدرد وژلى او مړى يې په سيند کې اچولى و، د محکمې له خوا د اعدام په سزا محکوم شو.
په ټاکلې موده کې د تورن د استيناف غوښتنې حق خوندي دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ