امنیت

يو تن د مهماتو د لرلو په تور ونيول شو

-کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
دپروان ولايت په مربوطاتو کې پرون دامنيتي ځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې يو تن له يوې اندازې ډول ډول مهماتو سره ونيول شو.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو او عامه اړيکو د دفتر مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: دچاريکارو په ښارکې د پروان ولايت دامنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د استوګنې له يوه کور څخه يوه اندازه ډول ډول مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.
خبرځاى وويل: ددغو عملياتو په بهير کې يو تن ددغې پيښې په اړوند نيول شوى دى.
خبرځاى زياته کړه چې په ترلاسه شويو مهماتوکې د توغندي ويشتوونکي پنځه ماينونه، د دوه اتيا ملي متري توب، دوه ماينونه او د (بي. ام- يو) توغندي دولس ماينونه شامل دي.
هغه سړى چې د دغې پيښې په اړوند نيول شوى دى؛ د پروان ولايت د ملي امنيت رياست ته ليږدول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته