کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه :
يو تن نن د خپلې ميرمنې د وژنې په تور په هرات ولايت کې ونيول شو .
د هرات ولايت د امنيي قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده باخترآژانس ته وويل ؛ دغه سړى له هغه وروسته ونيول شو چې تېره شپه يې خپله ځوانه ميرمن دغوريانو ولسوالۍ د استونان په کلي کې لومړى مسمومه او وروسته يې زندۍ کړه.
وليزاده زياته کړه چې د دغې ښځې مړى له يوې کندې څخه کشف او د زياتو کتنولپاره عدلي طب ته لېږدول شوى دى. پاى ج ذ
2 د یوې دقیقې څخه لږ