يو تن د ترو رستي فعاليتونو په تور ونيول شو.
کابل باختر د ثور لومړي :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو يو تن د ترورستي فعاليتونو په تور په ننګرهار ولايت کې ونيوه .
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : يو تن چې د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ورانکارو فعاليتونو بوخت ودملي امنيت د لوى رياست د موظفينو دخاصو عملياتو په بهير کې له يو کلاشينکوف سره ونيول شو .
ديو بل خبر له مخې : د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو ددوو اوپراتيفي عملياتو په بهير کې چې د قندهار او هلمند په ولايتونو کې تر سره کړل اود طالبانو دډلې اووه کلاشينکوفونه ،شپاړس تومانچې ،پنځه ويشت کڅوړې پوتاشيم کلورايد ډوله چاوديدونکي توکي ،شپيته ډول ډول ماينونه ،شپږ لاسي بمونه ، د کلاشينکوف څلور سوه ګولۍ او اته شاژورونه او يوه اندازه ډول ډول مهمات کشف اوتر لاسه کړل .
خبرځاى زيا ته کړه ددې پيښې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي