امنیت

يو تن د بډې اخستنې په اړوند په بند محکوم شو

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
د کندز ولايت دپوهنې رياست يو کارکوونکى د بډې اخستنې په اړوند نن د دغه ولايت د محکمې له خوا د دريو کلونو په بند محکوم شو.
د کندز د محکمې يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پوهنې رياست دغه کارکوونکى د ښوونکي په توګه د يوه تن د ټاکنې په بدل کې يو زرو سل ډالره د بډې په توګه اخستنې وې.
محکمې تورن د بډو د يو زرو سلو ډالرو په ورکولو او په دريو کلونو بندمحکوم کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته