کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
يو تن دخپلې مور د وژنې په تور ونيول شو .
په دغه سړي تورلګول شوى دى چې دخپلې مور له وژلو وروسته د هغې د بدن غړي په چړې سره جلا کړي دي ، چې نن ونيول شو .
دهرات ولايت يو امنيتي مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل :
دغه سړى دهرات ولايت د غوريانو ولسوالۍ د برنا آباد په سيمه کې دپوليسو
له خوا ونيول شو.
د رارسيدلو خبرونو له مخې : دغه سړي څه موده مخکې خپله مور يوې دښتې ته بيولې او په بيرحمانه ډول يې وژلې وه او د خپلې مور د بدن غړي يې په چړې سره جلا جلا کړي او وروسته يې تر خاورو لاندې کړې و .
نيول شوي سړي تراوسه پورې د خپلې مور د وژلو دليل نه دى څرګنده کړى.
1 1 دقیقه لوستل