کابل باختر د زمري ٢٤:
يوتن په هرات ولايت کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد شو .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ او دملي امنيت درياست دځواکونو دګډو عملياتو په نتيجه کې چې په لرې پرته سيمه تيرکش کې ترسره شو يو تن چې پخوا تښتول شوي و ، ازاد کړى شو .
امنيتي ځواکونه هوډمن دي چې مجرمين په لرو پرتو سيمو کې هم تعقيبوي .
ديوبل خبرله مخې ، د امنيتي او دفاعي ځواکونو ټپيانو ته وينه ورکړ شو .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو او کارکوونکو ديو کمپاين په ترڅ کې دامنيتي ځواکونو ټپيانو ته وينه ورکړه .
په دې کمپاين کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو ټپيانو سره دمرستې په لاره کې څه دپاسه ١٤٠٠٠ سي سي وينه راټوله شوه .
ختم _ ج _ اکرم