امنیت

يو تنکى ځوان په ډزو سره ووژل شو

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٤ :    
په هرات ښارکې  يو اتلس کلن ځوان په ډزو سره وژل شوى دى.
د هرات د روغتون وياند وويل؛ ددغه ځوان مړى د هرات ښار له پنځمې ناحيې څخه ليږدول شوى دى او تر اوسه پورې معلومه نه ده چې قضيه ځان وژنه ده او ياقتل دى؟
ده وويل: دغه مرکز ته د مړي له ليږدونې سره جوخت د موضوع په باب امنيې قوماندانۍ ته خبر ورکړ شوى دى.
شيرزى وايي:  تېره شپه دوه تنه نور په هرات ښارکې په ډزو سره ټپيان شوي او اوس  په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دي .
تر اوسه پورې  ددغو پيښو علت روښانه شوى نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته