ټولنه

يو تفريحي پارک په هرات کې پرانيستل شو

کابل / دوږي ٣١مه / باختر
په هرات کې يو تفريحي پارک پرانيستل شو.
خصوصي برخې دغه پارک په نندارييز ډول جوړ کړى دى.
د پارک په دننه کې شنه ساحه، آبشار، د اوبو ډنډونه، ښکلي څراغونه، رستورانت او د کورنيو کېناستو لپاره څوکۍ او ورزشي وسايل ايښودل شوي دي.
د دغه
د دغه پارک په يوه برخه کې د ماشومانو لپاره د تفريح او لوبو ځاى برابر شوى دى.
د هرات والي سېد عبدالوحيد قتالي د دغه پارک د پرانيستلو په مراسمو کې له خلکو څخه وغوښتل چې د خپل کورونو په شان د عمومي اوتفريحي ځايونو ساتنه وکړي.
د دغه تفريحي پارک خاوند وايي چې د دغه پارک په جوړولو کې يې ٣٠٠ زره ډالره لګولي دي.
ختم- شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته