امنیت

يو تروريست په لوګرکې په يوه موټر سايکل د چاوديدونکو توکو د ځاى پرځاى کولو په وخت کې ووژل شو

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
يو تروريست د لوګر ولايت په مربوطاتوکې په يوه موټر سايکل کې د چاويدونکو توکو د ځاى پرځاى کولو په وخت کې ووژل شو.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته خبر ورکړ: يوه تروريست طالب کله يې چې غوښتل د لوګر ولايت د کلنګار د سيمې په مربوطاتو کې په يو موټر سايکل چاويدونکي توکي بار کړي؛ توکي په ده وچاوديدل او ووژل شو.
په دې پيښه کې دوه تنه نور وسله وال طالبان چې له ده سره همکار وو؛ ټپيان شول.
دغه راز د ملي اردو ځواکونو د هيواد په بېلابېلو ساحوکې د امنيتي دندو په بهير کې د وسايطو ضد ١٢ ماينونه کشف او شنډ کړل.
د يوبل خبرله مخې: د ملي اردو يو عسکر د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې د ماين د چاودنې له امله د ملي دفاع وزارت د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهير کې د دغه عسکر شهادت تاييدکړ خو د پيښې ځاى يې مشخص نه کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته