يو تاريخي اثر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته وسپارل شو

کابل باختر دليندي  اته ويشتمه
يوتاريخي اثر نن  دملي امنيت دلوى رياست داستازي له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين  تيمورشاه اسحق زي ته  وسپارل شو .
  دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ددغه اثر دترلاسه کولو په وخت کې  دخبرو په ترڅ کې  له ملي امنيت په تيره بيا  له هغو کارکوونکو څخه چې ددغه اثر  دترلاسه کولو په خاطر يې هلې ځلې کړي دي ، قدرداني وکړه او وي ويل چې دغه خطي اثر  نږدې درې سوه کاله  لرغونتيا لري  او دملي امنيت دلوى رياست  دمنسوبينو له خوا دبلخ په ولايت کې ترلاسه شوى دى .
دملي ارشيف رييس پوهنيار سخي منير وويل چې دغه تاريخي اثر په لاس ليکل شوي يو مذهبي کتاب دى او محتوا يې هغه سمبولونه چې دهغه دفلزي صندوق ترشاه ليکل شوى دى دعيسويت په جريان پورې اړه پيداکوي او ښايي چې په مذهبي مراسموکې يې ورڅخه استفاده کوله .
  ده وويل دغه اثر لاجوردي رنګه چرمي مخونه لري  چې دبرس په واسطه په طلايي رنګ او سورياني ډوله خط ليکل شوى دى چې دمصر په هيواد پورې اړه پيداکوي .
  دغه تاريخي اثر دملي امنيت دلوى رياست داستازي  داوود حساس  له خوا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ته وسپارل شو . او دځوانانو دچارو معين  دغه اثر  دساتنې په مقصد  دملي موزيم رييس ته وسپاره .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته