فيض آباد- باختر دثور دمياشتې ٢٧
دتاجکستان يو ډيپلومات پرون دکندز ولايت دخان آباد ولسوالۍ په لاره کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو په بريدکې ټپي شو.
دغه ډيپلومات د بدخشان ولايت په مرکزفيض آباد ښارکې د تاجکستان په سياسي نمايندګۍ کې دنده لري.
دخان آباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالمنان هزاره د باختر آژانس خبريال ته وويل: د تاجکستان قونسل رستم محمود اوف د بدخشان- کندز د لارې په اوږدوکې د خان آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت په لاس ټپي شو چې د ده د سپرلۍ په موټر ناپيژاندو وسله والوکسانو بريدوکړ.
د يوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ټپي ډيپلومات اوس تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والی بلل شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ