امنیت

يو بهرنى تبعه په کابل کې ووژل شو

کابل/ د لیندۍ ۴ مه/ باختر
د کابل پوليسو د ملګرو ملتو سازمان د کارکووکو د سپرلۍ پر موټر د لاسي بم د غورځولو په اړوند تحقيقات پيل کړي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د کابل ښار د درېيم مکروريان په بخارخانه ساحه کې تېرماښام د يوې چاودنې له امله يو تن ووژل شو او پنځه تنه نور ټپيان شول.
د کابل پوليسو وياند فردوس فرامرز دغه پېښه د ملګروملتو سازمان د کارکوونکو د سپرلۍ په موټر د لاسي بم د غورځولو زيږنده بللې ده.
په پېښه کې يو بهرنى تبعه ووژل شو او د درېيو نورو بهرنيانو په ګډون پنځه تنه ټپيان شول.
فرامرز د هغو بهرنيو اتباعو د هويت په اړه چې په پېښه کې مرګ ژوبله ورته اوښتې ده؛ د جزئياتو له ورکولو څخه ډډه وکړه، خو يوشمېر خبرځايونو ويلي دي چې وژل شوى هندي تبعه دى چې د کورنيو چارو وزارت لپاره يې د ملګروملتو سازمان په يوه پروژه کې کارکاوه او يو ټپى جاپانى دى چې په ملګروملتو کې يې د سلاکار په توګه کارکاوه، د درېيم ټپي په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د پېښې عامل په تېښتې بريالي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار په پنځلسمه ناحيه کې د يو موټر بم په چاودنه کې د کورنيو چارو وزارت څلور بهرني سلاکاران سخت ټپيان شول.
ختم – ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته