يو بنګله ديشي پروفيسرو ووژل شو

داکاسي ان ان باختر د ثور څلورمه :
د پوهنتون يواستاد نن د بنګله ديش په راج شاهي ښارکې خپل کورته څېرمه ووژل شو .
باختر آژانس د سي ان ان له خولې خبر راکړ: وژل شوي سړى کريم صديق نوميده او٥٨ کلن و چې په سيمه ئيز پوهنتون کې د انګليسي ژبې د پروفيسور په توګه لوست ورکړې وه .
دى د بس موټر سترګې په لاره و چې د خپلې دندې ځاى ته لاړشي چې دوه يا درې تنه يرغلګر له شا پر دى بريد وکړ او د چړې په ګوزار د ده غاړه غوڅه کړه چې دغه پروفيسور ځاى په ځاى سا ورکړه .
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې آيا دغه پيښه له وروستيو وژنو چې په بنګله ديش کې د چړې په ګوزار سره عملي کيږي؛ اړيکې لري او که څنګه ؟
په دې باب څيړنې دوام لري .