ټولنه

يو بريتانوى په کابل کې د اسلام په مقدس دين مشرف شو

کابل / د وږي ۳۰ مه / باختر يو بريتانوى تبعه نن په کابل کې د شهادت کلمې په لوستلو سره، د اسلام په سپيڅلي دين مشرف شو. د حج او اوقافو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي: يو بريتانوى تبعه چې څه موده يې په افغانستان کې تېره کړې ده، د حج او اقافو وزارت د مسلکي معين ډاکټر امين الدين مظفري په وړاندې د توحيد کلمې په لوستلو سره د اسلام په مقدس دين مشرف شو. په خبرپاڼه کې ليکل شوي دي: دغه بريتانوى چې اصلي نوم يې سايمون اندرو دى؛ د اسلام په سپيڅلي دين له مشرف کېدو وروسته د عبدالله په نامه ونومول شو او د حج او اوقافو وزارت مسلکي معين په داسې حال کې چې د علمي مجمع رييس ډاکټر سېد حجت الله نجيح هم حاصر و؛ هغه ته يو تفسير تشريف او يو چپن ورکړ شول او د پړاوونو د بشپړولو او د جواز د اخيستلو لپاره د هغه غوښتن ليک د علمي مجمع رياست د افتاء آمريت ته وسپارل شو. ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته