نړۍ

يو بريتانوى مقدساتو ته دسپکاوي په خاطر په پاکستان کې په مرګ محکوم شو.

اسلام آباد  دروسيې غږ   باختر د سلواغې دمياشتې ٥
دپاکستان يوې محکمې ، يو بريتانوى  مقدساتو ته دسپکاوي په تور داعدام په مجازاتو محکوم کړ.
محمد   اصغر   په ٢٠١٠ م کال کې    په  دې خاطر ځان    يې داسلام پيغمبر   وباله  ونيول شو.
دمحمد اصغر وکيلان په مجازاتو کې د  تخفيف غوښتوونکي   وو او څرګنده يې کړه چې مشکوک په   رواني ستونزو اخته   دى .
په همدې حال کې روغتيايي کميسيون، دغه بريتانوي سالم او له  رواني ستونزو پرته بللى دى .
دمحمد اصغرمدافع  وکيل هوډلري چې له محکمې څخه  دنوى  نظر  کولو غوښتنه  وکړى .  محمد اصغر ، په    پاکستان کې   زيږندلى دى  خو   د زياتو کلونو   لپاره يې   په بريتانيا کې ژوند کړى دى او دبريتانيا تبعه بلل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته