امنیت

يو انګليسي تبعه دوسلو دساتلو په تور ونيول شو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
دګارد  ( ولدافغان  ) شرکت خاوند د ١٢٩ ناقانونه  وسلود ساتلو په تور دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دپوليسو له خوا په کابل کې  ونيول شو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ليکلي دي .
دکورنيو چارو  وزارت د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د ځواکونو کشفي عملياتو له  امله  دګارد ( ولد افغان )  شرکت وتړل شو  او ددغه شرکت خاوند  اوان ضياده  چې بريتانوى  تبعه له ١٢٩ وسلو او ١٤٨ مخابرو سره  يې چې په ناقونونه ډول يې په کابل ولايت کې فعاليت کاوه  پرون  ونيول شو.
خبرځاى زياتوي دغه  پيښه دعدلي او قضايي مرکزونو له  خوا څيړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته