يو انس سره زر په ۲۶۴۸ ډالرو پلورل کېږي
کابل، د لېندۍ ۲۴مه، باختر
په نړيوالو بازارونو کې نن يو انس سره زرپه ۲۶۴۸ ډالرو پلورل کېږي.
د پښتني بانک د سرو زرو د مارکېټ يو پلورونکي قاهرخان پوپل نن د دغه خبر په تاييد سره باختر آژانس ته وويل، چې نن د کابل په بازارونو کې:
یو ګرام قطري سره زر په (۵۹۵۰) افغانیو
يو ګرام الجزايري سره زر په (۵۹۰۰) افغانیو
يو ګرام مصري سره زر په (۴۹۰۰) افغانيو
یو ګرام سنګاپوري سره زر په (۴۹۰۰)افغانيو
یو ګرام عربي سره زر په (۴۸۵۰) افغانيو
او يو ګرام ایراني سره زر په(۳۸۵۰) افغانيو پلورل کېږي.\