يو انس سره زر په ۲۱۹۵ ډالرو پلورل کېږي

کابل، د وري ۹ مه، باختر 

په نړيوالو بازارونو کې نن يو انس سره زرپه ۲۱۹۵ ډالرو پلورل کېږي. 

د پښتني بانک د سرو زرو د مارکېټ يو پلورونکي قاهرخان پوپل نن د دغه خبر په تاييد سره باختر آژانس ته وويل، چې نن د کابل په بازارونو کې:

یو ګرام قطري سره زر په (۵۱۰۰) افغانیو

يو ګرام الجزايري سره زر په (۵۰۰۰) افغانیو

يو ګرام مصري سره زر په (۴۸۵۰) افغانيو

یو ګرام کويټي سره زر په (۴۱۰۰) افغانيو

یو ګرام سنګاپوري سره زر په (۴۰۰۰)افغانيو

یو ګرام عربي سره زر په (۳۹۵۰) افغانيو

او يو ګرام روسي سره زر په(۳۴۰۰) افغانيو پلورل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته